ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د میرمنو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې آلیسون داویډّین په یوې اعلامیې کې د میرمنې د نړیوالې ورځې یعني د مارچ په اتمه نیټه ،د جنګ، بې وځلۍ او انزوا په روانو چیلنجونو او مشکلاتو کې د افغان میرمنو او انجونو په ورکوټي او راټولې کړئ شوي فضا باندې د غور کولو لپاره د نړیوالې ټولنې په فوري اوجدی اقدام ټينګار وکړ.
هغې په دې په ټينګار سره چې دافغانستان میرمنو د حقوقو لپاره مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده ، خبرداری ورکړ، چې ددغو محدودیّتونو له ختمولو پرته په افغنستان کې په بې وځلۍ او انزوا کې دلازیات ډوبیدا خطره موجوده وي او پر افغان میرمنو د طالبانو محدودیّتونه،د افغانستان د بشری حقوقو د نړیوالو ژمنتیاؤ خلاف ورزي کوي.
همداراز په دغې اعلامې کې په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ د پلاوی (یوناما)د مشرې رزا اوتونبایوا له قوله هم پر افغان میرمنو د پانګونې د دوه برابره کولو په ضرورت ټينګار شوی دی.اوتونبایوا ټينګار کړی دی ، په افغانستان کې اوسنی حالت په قصدي اوبوږنونکي ډول افغان میرمنو او ښځو ته تاوان رسوي او یوې تل پاتې سولې اوهوساینې ته درسیدا لپاره لاره بندوي.
د ملګروملتو د راپور په اساس سږکال په افغانستان کې څه دپاسه دولس میلیونه میرمنې د انسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان طالبلانو د ښو نځي له شپږم صنفه پورته د او په پوهنتونونوکې د میرمینو او انجونو شتون منع کړی دی او د دوي د کارروزګار او تګ راتګ لپاره یو لړ محدودیّتونه وضع کړي دی او د دوي عمومی شتون ئې په سخته محدود کړی دی.
پر دې سربیره افغان میرمنو وخت په وخت دطالبانو د سیاستونو په ضد په بندوا و پرانیستو فضاؤ کې مظاهرې او اعتراضونه کړي دی چې د ددغې ډلې د امنیتی مامورانو په لاس دځينو دنیول کیدا سبب شوي دي.
د بشری حقوقو ، ترپام وړپورې کارپيژاندي ، اورګانونه او فعالان پهدې اند دي چې دافغان میرمنو په ضد د طالبانو سیاستونه ،دجنسیتي آپارټائيډ په معنا دي.
https://iqna.ir/fa/news/4204149